کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د امریکا ولسمشر: افغانانو باید د خپل هېواد څخه په خپله دفاع کړې وای
جو بایډن

د امریکا ولسمشر: افغانانو باید د خپل هېواد څخه په خپله دفاع کړې وای

د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان سیاستوالو او افغان پوځ ونه غوښتل چې د خپل هېواد څخه دفاع وکړي، نو ځکه امریکا ته هم پکار نه وه چې په داسې یوه جګړه کې پاتې شي، چې د دوی نه وه.

د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن لومړنۍ وینا کې وویل، چې د افغانستان څخه د خپل پوځ د ایستلو په پرېکړه اوس هم ولاړ دی او د هیچا د نیوکو پروا نه کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې مو د افغان پوځ په روزنه ډېرې پېسې ولګولې، تجهزات مو ورکړل، هوايي ځواک مو ورته برابر کړ، طالبان هوايي ځواک نه لري، خو افغان پوځ بیا هم جګړه ونه کړه، دوی د خپل هېواد ساتنه ونه کړه.

هغه دا هم وویل، چې په افغانستان کې د دومره چټک بدون تمه یې لرله، هغه په افغان پوځ او سیاستوالو نیوکه وکړه چې له هېواده یې د دفاع پر ځای تسلیمي غوره وګڼله.

جو بایډن دا هم وویل چې ولسمشر غني سره یې پرېکنده خبرې کړې وې، چې اداري فساد دې ختم کړي، سیاستوال دې راغونډ کړي او سوله دې وکړي خو هغه ورته ویلي و چې افغان پوځ جګړه کوي او د جګړې له لارې به بریا خپلوي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …