کورپاڼه / اسلام / اودس کولو او اوسني ساینسي شواهد

اودس کولو او اوسني ساینسي شواهد

موږ په ورځ کې د پنځه وخته لمونځ لپاره لږ تر لږه پنځه ځلې اودس کوو، ځکه چې پرته له اودسه لمونځ نه کېږي او د مخ، پوزې، لاس، سر او پښو له وینځلو پرته اودس نه کېږي.

یعنې موږ په ورځ کې پنځه ځلې د بدن هغه ټول غړي وینځو، چې خاورې او کاربن پرې پروت وي. اوسني ساینسي مشاهدو هم ثابته کړې چې د بدن په غړو خاورې یا کاربن لګېدلی شي که چېرته پاک نه کړل شي نو د دماغو او د بدن د غړو ترمنځ اړیکه کمزوري کېږي.

یعنې د بدن عصبي سیستم کمزوری کېږي او په پرلپسې ډول دماغو ته پیغام ورکوي، چې پر بدن کوم څه شته، د پاکوالي لپاره یې باید څه وکړي. که چېرته یو شخص یوازې سهار او ماښام مخ وینځي نو د بدن غړو او دماغو ترمنځ اړیکه یې کمزورې کېږي او عصبي ستونزې پیدا کوي.

د اسلام مبارک دین په ورځ کې لږ تر لږه د پنځه ځلو اودس یا د بدن د غړو د پاکوالي لپاره زمینه برابره کړې او د جمعې په ورځ یې د نوکانو او د ټول بدن د پاکوالي لارښوونه کړې، ځکه خو د جمعې ورځې غسل پر هر مسلمان واجب دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یوازې دا حکم کړی، بلکې دا ټول د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم سنت مبارک هم دي.

دا هم ولولئ

که چېرته میرمنې بویي وخوري نو د ښکلي اولاد څښتنې به شي

د بویي کلمه به د ډېرو کسانو لپاره نوې وي، خو بویي یوه ډېره ګټوره …