کورپاڼه / جالب / د یو شخص په کولمو کې ژوندۍ حشرې خلک حیران کړي

د یو شخص په کولمو کې ژوندۍ حشرې خلک حیران کړي

په دې ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې څرګندېږي چې د یوه ناروغ شخص په لویو کولمو کې ژوندۍ حشره وي، چې دې پېښې ټول حیران کړي دي.

العربیه ډاټ نیټ د (این سي بي ای) ویبپاڼې په حواله یو راپور خپور کړی، چې پر اساس یې ویل کېږي چې ډاکترانو د یو ناروغ شخص په غټو کولمو کې ژوندۍ حشره ولېدله، چې ډېر یې حیران کړل.

راپورونه وایي چې د کالونو سکوپي لپاره د حشرې چمتوالي، هغه په معده او کوچنیو کولمو کې د هاضمې سیستم څخه په خوندیتوب کې مرسته کړې ده.

راپور زیاتوي، چې دغه له هیڅ کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی او په دې هم نه پوهېږي چې دغه ژوندۍ حشره یې کله او څه ډول تېره شوې ده، خو دا یې واضحه کړې چې دا پېښه اوسنۍ نه ده بلکې د ۲۰۱۹ کال ده.

دغه ډول حشرې له شپږ زره څخه ډېر ډولونه لري او د (لیډي برډز) په نوم سره شهرت لري، چې له د چاپیریال لپاره ګټور ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …