خپلواک وېبپاڼه (۲۳ نومبر ۲۰۱۹): د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام په پايلوبه کې د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.
په پايلوبه کې لومړی د بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او د پاکستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
پاکستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهېل نظير ۱۱۳، عمران رفيق ۶۲ او سعود شکيل ۴۲ منډې وکړې.
د بنګله دېش له لوري سمون خان ۳، حسن محمود ۲ او مهدي حسن ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۳۰۲ منډو د هدف په تعقيب کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۴۳.۳ اورونو کې وسوځېده او ۲۲۴ منډې يې وکړې چې په ۷۷ منډو يې له پاکستان لوبډلې ماته وخوړله.
د بنګله دېش له لوري عفيف حسېن ۴۹، نجمل حسېن شانتو ۴۶ او مهدي حسن ۴۲ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د پاکستان له لوري محمد حسنېن ۳، خوشدل شاه او سېف بدر ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې.
د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام کې اتلولي خپله کړه. د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهېل نظير ترلاسه کړه او د دغه جام د غوره لوبغاړي جايزه سوميه سرکار ته ورکړل شوه.
د يادولو ده چې په دغه جام کې د افغانستان ايمرجينګ لوبډله هم تر نيمه پايلوبې پورې تللې وه، چې په نيمه پايلوبه کې يې له بنګله دېش لوبډلې څخه ماته وخوړه. افغانستان په دغه جام کې ۴ لوبې ترسره کړې، چې له پاکستان او بنګله دېش يې ماته وخوړه او همدا راز د عمان او سريلانکا لوبډلو ته يې ماته ورکړه.
په دغه سياليو کې تر ټولو زياتې منډې روهېل نظير ۳۰۲، نجمل حسېن شانتو ۲۸۰ او سوميه سرکار ۲۴۴ ترلاسه کړې. همدا راز د توپ اچونکو په برخه کې سمون خان ۱۴، محمد حسنېن ۱۳ او خوشدل شاه ۹ ويکټې ترلاسه کړې.