کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / شیوارین چندرپال ۴۷ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

شیوارین چندرپال ۴۷ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

ویسټ انډیزی لوبغاړی شیوارین چندرپال، د ۱۹۷۴ کال د اګست په ۱۶مه نېټه د ویسټ انډیز په ګیانا کې زېږېدلی، هغه په کیڼ لاس توپ وهنه او په ښی لاس ورو توپ اچونه کوي.

نوموړی له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې نړیوال کرکټ وکړ. لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د ۱۹۹۴ کال په مارچ کې د انګلستان او وروستۍ یې هم د انګلستان پر وړاندې د ۲۰۱۵ کال میې کې ترسره کړه.

هغه ټولې ۱۶۴ ټیسټ لوبې کړي او په دې لوبو کې یې ۱۱۸۶۷ منډې جوړې کړي، چې ۳۰ سلیزې او ۶۶ نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې د ۲۰۳ ناسوځېدلو منډو کول دی او په دې لوبو کې یې ۹ ویکټې هم ترلاسه کړي.

دغه راز هغه لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ۱۹۹۴ کال په اکتوبر کې د هند پر وړاندې ترسره کړه او وروستۍ ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه او د شرټ نمبر یې ۶ دی.

هغه ۲۶۸ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي او په دې لوبو کې یې ۸۷۷۸ منډې جوړې کړي، چې ۱۱ سلیزې او ۵۹ نیمه سلیزې پکې شاملې دي. دغه راز غوره توپ وهنه یې د ۱۵۰ منډو کول دي او په دې لوبو کې یې ۱۴ ویکټې هم ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …