کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې د لامبلو پرمهال یې ترسره کول زیانمن وي

هغه عادتونه چې د لامبلو پرمهال یې ترسره کول زیانمن وي

له غسل کولو څخه وړاندې یا د لامبلو پرمهال تشې متیازې کول یا داسې نور واړه ـ واړه عادتونه ترسره کول، د روغتیایي کارپوهانو پر وینا زموږ پر روغتیا منفي اغېزې کوي.

د ډیلي سټار وییپاڼه د ډاکتر الیشا جیفری تامس پر وینا وایي، هغه کسان چې د عمر په ډېرېدو سره د مثانې په کمزورۍ یا نورو ستونزو سره اخته کېږي، دا ټول د هغوی د کوچنيو ـ کوچنیو عادتونه په سبب دي.

تامس وایي که چېرته تاسې هم دا ډول عادتونه لرئ نو د عمر په تېرېدو به په دې ډېر پښېمانه شئ، چې کاش دغه عادتونه مې له لومړیو څخه نه کول.

هغه زیاتوي چې د لامبلو پرمهال تشې متیازې کول یا د حاجت رفع کولو پرمهال له اړتیا ډېر زور کول داسې عادتونه دي چې زموږ عضلې کمزوري کوي او د عمر په تېرېدو مو له ستونزو سره مخ کوي.

که څه هم دغه عادتونه په ښکاره ډول عادي او کوچني دي، خو کله چې زړښت ته داخلېږو نو له ستونزو سره مخ وي، نو اړینه ده چې له دې عادتونو ځان وساتو.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …