کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ د توپ اچونې لپاره نوی روزونکی وټاکه

نيوزيلېنډ د توپ اچونې لپاره نوی روزونکی وټاکه

د شل اوریز نړیوال جام نيوزيلېنډ تېز توپ اچوونکی شین بونډ د روزونکي په توګه په دنده وګماری.

شپږ څلويښت کلن نيوزيلېنډی شين ایډوارډ بونډ چې، ښی لاسی تېز توپ اچوونکی دی شپږ فوټه او ۱.۸۳ ميتره قد لري د خپل هيواد لپاره د نړيوال شل اوريز جام پر وخت له لوبډلې سره د تېز توپ اچوونکو روزونکی ټاکل شوی.

بونډ د نيوزيلېنډ لپاره ټول ټال لس کاله نړيوال کرکټ په ټيسټ، يوه ورځنيو او شل اوریزه فارمټ کې ترسره کړی، چې ټولې يې ۱۲۰ لوبې د خپل هيواد لپاره ترسره کړي دي.

نوموړي په ۱۲۰ نړيوالو لوبو کې د خپل هيواد په وړاندې د ۴۸۱ لوبغاړو ويکټې ترلاسه کړي، چې زياته برخه يې په يوه لوبو کې دي، چې يوه لوبه کې یې بهترينه توپ اچونه د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره نولس منډي ورکړي دي.

له دې سره چې شين بونډ په نړيوال شل اوريز جام کې د خپل هيواد د ملي لوبډلې د روزونکي په حيث دنده مخ ته وړي دغه ډول به نوموړی له نړيوال جام وروسته د هندوستان سره په سيريز کې، چې نومبر مياشت کې ترسره کيږي له خپلې لوبډلې ملتيا کوي.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …