کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کهولي: باران موږ مايوسه کړو

ويراټ کهولي: باران موږ مايوسه کړو

د کرکټ په کور مشهور لوبغالي لارډز کې د هندوستان تر پرونۍ بريا وروسته، هندي لوبغاړو ويراټ کهولي، لوکيش راهول او روهيت شرما څرګندونې کړي.

ويراټ کهولي وايي، موږ لومړۍ لوبه کې د اورښت له امله ډېر مايوسه شو، په دوهمه ټيسټ لوبه کې د لوکيش راهول او روهيت شرما ملګرتيا ډېره په زړه پورې وه. نوموړی وايي، په شپېته اورونو کې د لوبې په وروستۍ ورځ د انګلينډ لس لوبغاړي سوځول دا زموږ په ځان باور او اعتماد وو، چې موږ ته يې بريا راکړه.

لوکيش راهول بيا د محمد شامې ستاينه کوي، نوموړی وايي دا کله چې توپ اچوونکې وځي او ښه توپ وهنه کوي دا نورو لوبغاړو ته هم زړورتيا ورکوي، انګلستان د توپ وهنې په لټه کې وو او دوی د ترسره کولو لپاره ليواله وو.

روهيت شرما بيا رسنيو ته وويل دا يو له غوره ټيسټ لوبو څخه وه، موږ ټول يوولس لوبغاړي په متحده توګه ميدان ته راغلو او هر يوه خپل مسوليت وښود او د مسوليت ادا کولو لپاره مو زحمت وايست.

تيره شپه هندوستان وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه په لارډز لوبغالي کې د ويراټ کهولي په مشرۍ انګلينډ ته ماته ورکړه او د دې لوبې غوره لوبغاړی لوکيش راهول هم وستايل شو.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …