کورپاڼه / روغتيا / آیا د بینډۍ یا لېړو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د بینډۍ یا لېړو له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

بینډۍ یا لیړو یو له هغه خوراکي توکو څخه دي، چې ډېر خلک یې خوښوي، خو دغه خوراکي توکی پخپل جوړښت کې داسې حیرانوونکې ګټې لري چې ډېر کم خلک یې په اړه پوهېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې بینډۍ یا لیړو پخپل جوړښت ډېر زیات غذایي توکي لري، چې له دې یې ښه معلومات کیدلی شي چې په یو خوراک بینډیو یا لیړوګانو کې ۱۰۰ ګرامه غذایي توکي وي، چې عبارت دي له ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین کی، ویټامین بي ۶ څخه او په ډېره اندازه کالوري هم لري.

د بینډۍ یا لیړو په استعمال سره د ساه لنډۍ د ستونزو خطر کمېږي او هغه کسان چې دغه ناروغي لري ورته د درمل حیثیت لري، په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په ورځینو خوراکي توکو کې دوه سوه ګرامه بینډۍ یا لیړو وکاروو نو د ساه لنډۍ ستونزه مو حل مومي او د ټوخي لپاره هم ګټور وي.

د کلیسټرول ډېرېدل د ناروغیو د پیدا کېدو سبب کېږي، خو که چېرته بینډۍ یا لیړو وکاروو نو کلیسټرول مو نه پورته کېږي ځکه چې بینډۍ پخپل جوړښت کې فایبر لري او د زړه د ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

بینډۍ یا لیړو د شکر ناروغانو ته هم ګټور خواړه ګڼل کېږي، ځکه چې دا د شکر اندازه برابره ساتي او منظم استعمال یې د شکر له ناروغۍ مخنیوی کوي. دغه راز د شکر ناروغان د ګردو له ستونزو سره مخ وي چې بینډۍ یا لیړو ورته ګټور ګڼل کېږي.

بینډۍ یا لیړو د سرطان مخنیوی هم کوي او د لیکتین ماده یې د سینې د سرطان ۷۲ سلنه حجرې له منځه وړي. د بینډیو په زړو او پاڼو کې د فلیونوایډ او فینول په نوم مواد وي، چې د ذهني فشار لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …