کورپاڼه / روغتيا / میندې به د امیندوارې پرمهال څه ډول له شکر څخه ځان ساتي؟

میندې به د امیندوارې پرمهال څه ډول له شکر څخه ځان ساتي؟

که چېرته امیندوارې میرمنې د امیندوارۍ په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش وکړي، نو د حمل پرمهال یې د شکر په څېر د ناروغیو مخنیوی کولی شي.

که څه هم دا خبره تقریباً ټولو ته معلومه ده چې د امیندوارۍ پرمهال ډېرې میندې د شکر په ناروغیو اخته کېږي، خو د ناکس ویلي اوسیدونکی ساینسپوه سمانتا ایلرخ وایي، که چېرته امیندوارې میرمنې د حمل پرمهال په لومړنیو دریوو میاشتو یا دولسو اوونیو پورې ورزش وکړي، نو د شکر د ناروغۍ مخنیوی یې کېدلی شي. سمانتا زیاتوي چې امیندوارو میرمنو ته یوازې تر اته ویشتو دقیقو پورې معمولي ورزش هم کفایت کوي.

د امیندوارۍ پرمهال د شکر ناروغۍ ته Gestational diabetes ویل کېږي، چې په دې مرحله یا کیفیت کې لومړی میرمنې د شکر په ناروغۍ ناروغه کېږي، چې بیا یې د ماشوم د ضایع کېدو او نورو ستونزو سبب هم کېدلی شي.

له دې وړاندې هم له څېړنو څخه معلومه شوې وه، چې د امیندوارو میرمنو لپاره ورزش کول یوه ګټوره او ساتندویه کړنه ده. خو اوسمهال بیا د څېړنو له مخې ویل کېږي چې ورزش کول په امیندوارو میرمنو کې د شکر مخنیوی کوي او ګڼې نورې اغېزې هم لرلی شي.

راپور زیاتوي که چېرته د امیندوارۍ په لومړیو دریوو میاشتو کې ۳۸ دقیقې په ورځني ډول ورزش وکړي، نو دوه سلنه میرمنې بیا له شکر څخه ژغورل کېدلی شي او پنځه سلنو کې د وینې د ګلوکوزو اندازه برابروي.

ساینسپوهانو ویلي چې له هرو سلو میرمنو څخه یې شپږ د شکر له ناروغۍ سره مخ کېږي، چې بیا ذکر شوې ناروغي تر مړینې پورې دوام پیدا کوي، خو د ورزش په کول سره ذکر شوې ستونزه له شپږو څخه دوو ته راځي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …