کورپاڼه / روغتيا / د انګورو له خوړلو وروسته زموږ په بدن کې څه بدلون راځي؟

د انګورو له خوړلو وروسته زموږ په بدن کې څه بدلون راځي؟

هسې خو انګور د هر چا د خوښې وړ مېوه ده، خو دغه مېوه نه یوازې خوندوره او د خوند لپاره خوړل کېږي، بلکې ډېرې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم لري. دغه راز له انګورو مویز یا کشمش هم تیارېږي چې د کال په هر موسم کې په آسانۍ سره ترلاسه کېږي.

انګور د فایبرو په درلودلو سره د هضم لپاره ګټور تمامېږي او کولمې تر ډېره ښه او روغې ساتي او ترڅنګ یې د انګور طبیعي اوبه هم د هاضمې سیستم لپاره ترټولو ګټورې وي.

انګور په طبیعي ډول د کاربوهایډریټ او ځانګړو سیلولونو لرونکې وي، چې په طبیعي ډول د بدن ځواک یا انرژي ډېروي او طریقه یې داده چې هره ورځ یو موټی انګور وخورو.

دغه راز انګور د پیاوړو انټي اکسایدو لرونکې وي، چې انګور ته له سور څخه ارغواني رنګ ورکوي او دا د هغه راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي چې د ګردو د ناروغیو لامل کېږي.

بل لوري ته د انټي اکساید شتون له بدن څخه اضافي او زهرجن توکي خارجوي، د سرطان مخنیوی کوي او د ساه اړوند ناروغیو امکانات کموي. دغه راز عضلې پیاوړي کوي او بدن ته ځواک وربخښي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …