کورپاڼه / روغتيا / د بې خوبۍ ستونزې ولې را پیدا کېږي؟ په اړه یې دلته ولولئ

د بې خوبۍ ستونزې ولې را پیدا کېږي؟ په اړه یې دلته ولولئ

ښه خوب کول د بدني روغتیا او ښه ژوند لپاره اړین وي او که چېرته د خوب له کمښت سره مخ شو نو له ډېرو بدني او ذهني ستونزو سره مخ کېږو. روغتیایي کارپوهان وایي چې په ورځ باید له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب کول اړین وي.

ځینې کسان په ناڅاپي، شدید یا د لږ وخت لپاره د بې خوبۍ سره مخ کېږو، چې ممکن تر څو اوونیو پورې دوام وکړي او دا ډول ستونزې د ذهني فشار یا ستونزو یا پېښو لامل کېږي.

د کار، ښوونځي، روغتیا، تنخوا یا د کورنۍ په اړه فکر کول ددې لامل کېږي چې د بې خوبۍ له ستونزو سره مخ شو یاهم د ژوند واقعات د بېلګې په توګه د کوم خپل یا ملګري ناروغي، طلاق یا بې روزګاري د بې خوبۍ لامل کېږي.

دغه راز د خوب غیر منظم مهالویش، د خوب څخه وړاندې فعالیتونه ترسره کول او د خوب خراب چاپیریال هم د بې خوبۍ لامل کېږي او له خوب څخه د سکرین یا موبایل استعمال هم بې خوبي رامنځته کوي.

د ژور خپګان درمل، ساه لنډي، د لوړ فشار درمل، د سرطان ناروغي، شکر د زړه ناروغي، الزایمر او دماغي ناروغي، د کافي څښل، کولا او تمباکو د بې خوبۍ سبب کېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …