کورپاڼه / روغتيا / سبزیجات به څنګه تر ډېره خوندي ساتو؟ په اړه یې دلته ولولئ

سبزیجات به څنګه تر ډېره خوندي ساتو؟ په اړه یې دلته ولولئ

آلو او پیاز، دا هغه سبزیجات دي چې په هر کور کې په هر وخت کې موجود وي او له دې پرته د خوړو تیارول شوني نه ګڼل کېږي. دغه راز دغه توکي په بازار کې ډېر غوښتونکې هم لري او ځینې وخت یې بیې له آسمان سره خبرې کوي.

خو ددې سبزیجاتو په اړه ډېر شمېر خلک شکایت کوي، چې آلو او پیاز ډېر ژر خرابېږي یا هم ژر ګنده کېږي او بدبویي پیدا کوي.

که چېرته تاسې هم له دا ډول ستونزو سره مخ یې، نو باید پوه شئ چې ددې سبزیجاتو تر ډېره ساتل یې د خرابېدو لامل یې کېږي.

که چېرته غواړئ چې آلو تر ډېره خوندي وساتل شي او خراب نه شي، نو د آلو په ټوکرۍ کې له شپږو تر اتو پورې د هوږې پلي کېږدئ. دغه کار آلو نه خرابوي او ګټو ته یې هم زیان نه رسوي.

دغه راز پیاز سپین او پرې کړئ او بیا یې په یو پلاستیک یا کڅوړه کې واچوئ او له پاسه پرې یوه پیاله د پخلي تېل یا غوړي واچوئ، پلاستیک پرې بند او یخچال کې یې کېږدئ.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …