کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ذبیح الله مجاهد: د شریعت له مخې ښځو ته حقوق ورکوو او چاته اجازه نه ورکوو چې امنیت خراب کړي

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له مخې ښځو ته حقوق ورکوو او چاته اجازه نه ورکوو چې امنیت خراب کړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په افغانستان کې ټولو بهرنیو ته د امنیت یا خوندیتوب ډاډ ورکوي او ښځو ته به د شریعت مطابق حقوق ورکول کېږي.

ذبیح الله مجاهد پخپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل، چې د کابل بشپړ امنیت تامینوي او سفارتونه ته یې هم د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړی. هغه زیاتوي چې ټولو سفارتونو او د هغوی مشرانو ته به بشپړ امنیت برابروي او چاته اجازه نه ورکوي چې امنیت خراب کړي.

طالب ویاند وایي:((د واک د انتقال پروسه بشپړه شوې، خو له بده بخته چې تېر حکومت یې د بدنامۍ لپاره غله بېلابېلو ځایونو ته ولېږل، چې په همدې سبب طالب پلوو ته امر وشو چې کابل ته داخل شي.))

دغه راز ګاونډیو او نورو نړیوالو همکارانو ته یې ډاډ ورکړ، چې زموږ خاوره به د هغوی خلاف نه استعمالېږي او پخپل مذهب او دودونو عمل کوو.

نوموړی زیاتوي، د نړیوالو اصولو له مخې به له نړۍ سره اړیکې ساتي، ښځو ته به د شریعت له مخې حقوق ورکول کېږي او د خپلو دودونو او اسلام په حدود کې به د حقوقو ډاډ ورکوي.

هغه رسنیو ته په آزادانه ډول د کار کولو اجازه ورکړه او غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ارزښتونو او روایاتو رعایت به کوي او ټول اصول به مراعتوي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …