کورپاڼه / خبرونه / د يوې ټيسټ لوبې پر مهال ۱۲۰ میلونه روپۍ ټولې شوې

د يوې ټيسټ لوبې پر مهال ۱۲۰ میلونه روپۍ ټولې شوې

يوه خيريه بنسټ د انګلينډ او هند د سيريز د دوهمې ټيسټ لوبې پر وخت ۱۲۰ میلونه پيسې را ټولې کړي دي.

دغه خيريه بنسټ، چې د ښځينه کرکټرې روټ سټراووس (Rut srauss) په نوم دی له اتلس کلنو څخه کم عمر ماشومانو سره د مرستي کولو په موخه پيسې را ټولوي او ورته رسوي يې.

ياد خيريه بنسټ د انګلينډ او هند د ټيسټ لوبې په وخت، چې پرون پای ته ورسېده، شل میلونه هندي روپۍ د بې سر پرسته ماشومانو سره د مرستې کولو په موخه را ټولې کړي او په کال کې يو ځل ورباندې ويشل کيږي.

ياد خيريه بنسټ د انګلينډ د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر انډريو سټراووس، د خپلې مېرمنې روټ سټراووس په نوم پرانيستی دی، د نوموړي مېرمن په کال ۲۰۱۸ کې د سرطان له امله مړه شوې ده‌.

دغه خيريه بنسټ راټولې شوې پيسې هغه ماشومانو ته سپاري، چې له اتلس کلنو څخه په کم عمر کې يتيمان او (بې موره او پلاره) شوي وي.

پرون له لوبې وروسته د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جيو روټ خپل بيډ دغه بنسټ ته ورکړ، چې ياد بنسټ بولۍ ته وړاندې کړ او شرکت به يې د بولۍ له لارې واخلي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …