کورپاڼه / بېلا بېل / د والدینو هغه عادتونه چې د ماشومانو د خرابېدو لامل کېږي

د والدینو هغه عادتونه چې د ماشومانو د خرابېدو لامل کېږي

دا خبره پر خپل ځای یو حقیقت دی چې د مور او پلار ځینې عادتونه ماشومان خرابوي. د ماشومان د روزنتون یو ښوونکي د والدینو هغه عادتونه په ګوته کړي، که چېرته ترې ډډه وکړو نو یو ښه راتلوونکې او شخصیت به ولري.

ماریا بګنیز له څلویښت کلونو د ماشومانو ښوونکې ده او له خپلو پراخه تجربو پر اساس والدینو ته مشورې ورکوي، هغه وایي ماشومان ته باید د هر شي په اړه نه ډېر ټاکنې ورکړل شي او نه لږې، که دا کار ونه شي نو پر شخصیت منفي اغېزې کېږي.

هغه والدین چې ماشومانو ته د څه شي د ورکړې انکار نه کوي، دا یې هم پر شخصیت ډېر ناوړه اغېز کوي. یعنې والدین باید ماشومانو ته د انکار یا نه منلو عادت هم واوروي.

هغه والدین چې پر ماشومانو سخت اصول او حدود ټاکي، لوی هیلې ترې لري او فشار پرې راوړي چې دغه هیلې یې ور پوره کړي، نو دا یې هم پر شخصیت منفي اغېزې کوي. نو هغه والدین چې له ماشومانو لېرې ځي په خدای په امانۍ دې لاړ شي او راتګ سره دې سلام وکړي.

که چېرته والدین غلي له کوره ووځي او بیا بېرته همداسې غلي کور ته راشي او خبرې نه کوي نو دا عادت یې هم پر ماشومانو ناوړه اغېزې کوي. دغه راز ډېر زیات د لوبو شیان او تشناب د تګ نه زده کړه هم ماشومان خرابوي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …