کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د اشرف غني په اړه تازه خبر، ځای یې معلوم شو
اشرف غني

د اشرف غني په اړه تازه خبر، ځای یې معلوم شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ځای معلوم شو او ویل کېږي چې هغه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې دی.

اشرف غني چې د اګست په ۱۵مه نېټه له خپلو نږدې ملګرو سره د افغانستان نه ووت، ویل کېدل چې تاجکستان ته تللی او له هغه ځایه بیا عمان ته تللی دی، خو په اړه یې دقیق معلومات نه و.

اوس تازه کابل نیوز په یو خبر کې ویلي دي، چې یوې سرچینې ورته ویلي دي، چې اشرف غني اوسمهال په دوبۍ کې دی او غواړي چې په همدغه هېواد کې مېشت شي.

په اشرف غني باندې ځینې خلک دا تور هم پورې کوي، چې هغه له ارګ څخه د وتلو پر مهال له ځان سره په میلیونونو ډالر هم وړي دي، خو ډېری نور خلک بیا دا یوازې یوه ادعا ګڼي.

د یادولو وړ ده چې د اشرف غني له کابل پرېښودلو څو ساعته وروسته طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ او بیا ارګ ته هم ننوتل، چې اوس د ټول افغانستان واک د طالبانو په لاس کې دی.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …