کورپاڼه / خبرونه / کرابين ليګ لوبډلې اعلان شوې، درې افغان لوبغاړي ورپکښې نشته

کرابين ليګ لوبډلې اعلان شوې، درې افغان لوبغاړي ورپکښې نشته

د ويسټ انډیز هيواد د کرابين شل اوریزه کرکټ ليګ لپاره وروستي سکواډونه اعلان شوه، چې له شپږو افغان لوبغاړو درې لوبغاړي اخيستل شوي دي.

د ياد ليګ د بولۍ په مراسمو کې شپږ افغان لوبغاړي، ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، نوين الحق، قيس احمد، وقار سلام خېل او شفيق الله غفاري د مختلفو لوبډلو لپاره واخيستل شوه، چې له دې ډلې اوس يواځې درې لوبغاړي اخيستل شوي دي.

په انتخاب شوو لوبغاړو کې قيس احمد له جميکا تالاواس، نوين الحق او وقار سلام خېل د ګيانا امازون لوبډلې له خوا انتخاب شوي، رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري له لوبډلو سره پاتې دي.

له دې شپږو لوبغاړو ابراهيم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، نوين الحق، قيس احمد هغه لوبغاړي دي، چې د افغانستان په راتلونکې سيريز کې د پاکستان په وړاندي لوبډله کې غوره شوي دي، اوس دا معلومه نه ده چي ياد لوبغاړي کله او څومره لوبو ته کرابين ليګ ته ورځي او يا د افغانستان د سيريز سرنوشت نامعلوم دی.

کرابين ليګ د رواني اګسټ مياشتې په شپږويشتمه نېټه راتلونکې اونۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ پيليږي او د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …