کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دا ای پي ایل به د وروستي ځل لپاره د اته لوبډلو ترمنځ وي

دا ای پي ایل به د وروستي ځل لپاره د اته لوبډلو ترمنځ وي

د هندي رسنیو په قول، هندي کرکټ بورډ (BCCI) ويلي چې دا به وروستی ځل وي چې په هند غوره ليګ کې اته لوبډلې برخه ولري.

په دغه خبر کې راغلي دي چې په راتلونکي کې به په ياد ليګ کې د اته لوبډلو په ځای لس لوبډلې د ليګ برخه والي وي او نور به دغه ليګ د لسو لوبډلو په ګډون ترسره کيږي.

هند غوره ليګ کې اوسنۍ اته، ډهلي کپيټلز، چينای سوپر کينګز، کلکته نايټرايډرز، سنرايزر حيدراباد، راجستان رويالز، ممبۍ اينډينز، پنجاب کيننګز او رويال چيلينجرز بنګلور لوبېدونکي لوبډلې دي.

هندي کرکټ بورډ تصميم نيولی دی چې له دا ځل وروسته راتلونکې ته د دې ليګ د ګډونوالو لوبډلو شمېر لس ته پورته کوي او دوه نورې لوبډلې ور زياتوي.

د هند غوره ليګ د ۲۰۲۱ کال پاتې لوبې د راتلونکې سپټمبر مياشت په نولسمه نېټه په عربي اماراتو کې پيليږي او داسې ويل کېږي چې ننداره کوونکي به هم يوه اندازه لوبغالي ته ور پرېږدي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …