کورپاڼه / خپلواک / د شهزاد لوبډله بريالۍ شوه، خو قېس احمد هم ښه توپ اچونه وکړه
محمد شهزاد او قېس احمد

د شهزاد لوبډله بريالۍ شوه، خو قېس احمد هم ښه توپ اچونه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ نومبر ٢٠١٩): د محمد شهزاد لوبډلې په ايليمينېټر لوبه کې په ٥ ويکټو د قېس احمد لوبډلې بنګله ټايګرز ته ماته ورکړه، دواړو افغان لوبغاړو ښه لوبه هم ترسره کړه، خو بخت د محمد شهزاد له لوبډلې سره ياري کړه او د قېس احمد لوبډله ماته شوه. د محمد شهزاد لوبډله به پايلوبې ته د ځان رسولو لپاره د مجيب الرحمان له لوبډلې سره خپله راتلونکې لوبه ترسره کوي.

د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په ايليمينېټر لوبه کې د بنګله ټايګرز او ډيکن ګليډيټرز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه ډيکن ګليډيټرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د بنګله ټايګرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله ټايګرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې رېلي روسو ٥٥ ناسوځېدلې او چراغ سوري ٢٥ منډې وکړې.

د ډيکن ګليډيټرز له لوري شيلډون کوټريل ٢ او فواد احمد ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٠٨ منډو هدف د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې په ٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې په ٥ ويکټو يې د بنګله ټايګرز لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ډيکن ګليډيټرز له لوري ډان لاورينس ٣٣، محمد شهزاد ٢٨ او شين واټسن ١٦ منډې وکړې. د بنګله ټايګرز لپاره قېس احمد په ٢ اورونو کې د ١٦ منډو په ورکولو سره ٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډان لاورينس ته ورکړل شوه.

د نننۍ لوبې په بريا سره د محمد شهزاد لوبډله ډيکن ګليډيټرز مخکې پړاو ته لاړه، چې په دويمه کواليفاير لوبه کې به د مجيب الرحمان لوبډلې (قلندرز) سره لوبه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …