کورپاڼه / روغتيا / هغه عوامل چې وزن ډېروي خو موږ یې په اړه فکر هم نه شو کولی

هغه عوامل چې وزن ډېروي خو موږ یې په اړه فکر هم نه شو کولی

په اوسني دور کې خپل وزن کنترولول یا ډېر شوی وزن کمول یوه لویه ننګونه ده. روغتیایي کارپوهان وایي چې ځینې داسې شیان هم شتون لري، چې زموږ وزن ډېروي، خو موږ یې په اړه فکر هم نه شو کولی.

ذهني فشار یو له هغه عواملو څخه دی، چې د چاغوالي لامل مو کېږي، نو هڅه وکړئ چې ذهني فشار کم کړئ او آرام ته یوه غوره لاره ولټوئ.

دغه راز ځینې هغه خواړه چې روغتیایي نه وي یا روغتیا ته زیان رسوي یا د روغتیایي اصولو پر اساس نه وي تیار شوي، د وزن د ډېرېدو سبب کېږي او په کورنۍ په خاورو کې ځینې داسې کیمیاوي مواد وي چې د چاغښت سبب ګرځي.

که چېرته تاسې په کومه اداره کې کار کوئ او له شپږو تر اتو ساعتونو پورې په ناسته تېروئ، نو دغه عادت نه یوازې دا چې میتابولیزم کمزوری کوي بلکې وزن مو هم ډېروي.

ترڅنګ یې که چېرته په بشپړ ډول سره آرام خوب ونه کړو، نو دا عادت مو هم د وزن ډېرېدو سبب کېږي. دغه راز هغه ښارونه چې هلته هوا ککړه وي، نو د وزن ډېرېدو ستونزې هم ورسره پیدا کېږي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …