کورپاڼه / جالب / په ډنمارک کې پخپله خوښه ماشوم ته نوم نه شي ایښودلی

په ډنمارک کې پخپله خوښه ماشوم ته نوم نه شي ایښودلی

نن ورځ تاسو ته د هغه هېوادونو په اړه خبرې لرو، چې هلته ډېر حیرانوونکې او غیر عادي قوانین شتون لري. په دې لړ کې ډنمارک هغه هیواد چې خپل ماشوم ته پخپله خوښه نوم نه شي ایښودلی.

د ډنمارک ددې حیرانوونکې قانون له مخې هیڅ مور یا پلار نه شي کولی چې پخپله خوښه پر خپلو ماشومانو نومونه کېږدي، بلکې د حکومت له لورې په منطورو شوو نومونو کې به پخپلو ماشومانو نوم ږدي.

په فرانسه کې یو شخص ته اجازه شته چې له مړي سره واده وکړي. که څه هم دغه خبره به عجیبه او حیرانوونکې وي خو بالکل رښتیا ده. که چېرته تاسې فرانسوي یئ نو دا کار کولی شئ او دې ته (posthumous marriage) ویل کېږي.

ددې واده موخه داده، که چېرته کوم شخص له چاسره مینه لري خو هغه په کوم سبب ومړ، نو بیا له هماغه مړي سره واده کولی شي او په سینګاپور که چېرته په عام ځای کې د ژاولو په ژوولو ولېدل شول نو ۷۰۰ ډالر جریمه به ورکوئ.

په استرالیا کې قانون دی چې د خپل کور ګروپ پخپله نه شئ بدلولی، بلکې له ځانګړی شخص څخه به مرسته غواړئ او په یونان کې د لرغون آثارو په ځایونو کې سینډل پر پښو کول منع دي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …