کورپاڼه / اسلام / ژر وېده کېدل، چې د رسول الله (ص) سنت دي، ساینس یې په اړه څه وایي؟

ژر وېده کېدل، چې د رسول الله (ص) سنت دي، ساینس یې په اړه څه وایي؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت و، چې د شپې به ژر وېده کېده او په عموم کې به د ماسخوتن له لمانځه وروسته سمدستي وېده کېده، یعنې د شپې ژر وېده کېدل او سهار وختي پاڅېدل یې عادت مبارک و.

زموږ د بدن بیولوژیکې ساعت، چې زموږ د بدن ټول سیستم منظموي، کله چې تیاره وویني نو بدن ته سګنل ورکوي چې وېده شه او له یو نیم تر دوو ساعتونو پورې وخت ور کوي، چې تر دې وېده باید وېده شئ او بیا ووایم چې د ماښام او ماسخوتن لمانځه ترمنځ هم دومره دورانیه ده.

ددې ګټه داده که چېرته تاسې د بدن بیولوژیکي ساعت مطابق وېده شئ، نو د خوب پرمهال مو زخمونه ښه کېږي، که چېرته ځیګر یا کوم بل غړی په ستونزه کې و، نو ښه والی مومي. نو هغه کسان چې د ځیګر ستونزې لري ښه خوب دې وکړي او درملنه دې وکړي، ستونزه به یې ډېر حل شي.

الله تعالی زموږ په بدن کې یو اتومات سیستم جوړ کړی او دا هغه وخت کار کوي چې موږ ژر وېده شو. د جهالت په دوره کې به عربو رواج درلود چې له وېده کېدو وړاندې به یې افسانوي کیسې کولې چې تر ډېره به یې دوام درلود، نو دوی ځکه د ژر وېده کېدو سره مخالفت درلود.

اوسني دور کې هم ځینې کسان نه یوازې نېوکې کوي بلکې تر ډېره په ویښ پاتې کېدو ویاړ هم کوي، خو رسول الله د بدن له بیولوژیکي ساعت څخه خبر و او هماغه و چې ژر وېده کېدو او له ناروغیو خوندي و.

دا هم ولولئ

علي رضي الله عنه د بې وفا ښځې کومې نښې، نښانې ښودلي دي؟

د حضرت علي (رض) څنګ ته یو شخص راغی او ورته یې وویل چې زه …