کورپاڼه / هنر او کلتور / عرشي خان: طالبانو له تسلط وروسته په افغانستان خپلو، خپلوانو ته ډېره اندیښمنه یم

عرشي خان: طالبانو له تسلط وروسته په افغانستان خپلو، خپلوانو ته ډېره اندیښمنه یم

د هند ترټولو مشهورې ریالیټي شو یا خپرونې (بیګ باوس) د څوارلسم پړاو ننګونکې، جنجالي اداکارې عرشي خان ویلي، چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان خپلو، خپلوانو ته ډېره اندیښمنه ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې افغان نژادې هندي اداکارې عرشي خان پخپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان پر موجوده حالاتو خبرې کړي دی.

عرشي خان ویلي چې:((پر کابل د طالبانو له تسلط څخه ډېره اندیښمنه یم، ځکه چې ځینې ملګري او خپلوان مې اوس هم په هېواد کې دي.))

هغه وایي:((زه په افغانستان کې زېږېدلې یم او بیا مهاجر شو او له کورنۍ سره هند ته راغلم، اوس چې بیا طالبان واکمن شو نو هلته افغان میرمنو ته ډېر خفه یم، ځکه چې زه هم یوه افغانه، پښتنه میرمن یم.))

عرشي خان زیاتوي چې د افغانستان په حالت خپه ده او په سم ډول خوراک هم نه شي کولی. دغه راز هغه او کورنۍ یې د افغانستان لپاره دعا کوي چې خدای دې د هغوی مرستندویه شي.

هغه مخکې وایي چې خپلوان او ملګري یې په افغانستان کې دي، دا ډېره بد وخت دی، ځکه ځان بېوسه ګڼي او څه نه شي کولی. هغه وایي چې موږ د الله تعالی له لورې معجزې ته په تمه یو.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …