خپلواک وېبپاڼه (٢٣ نومبر ٢٠١٩): د اسټراليا او پاکستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټراليا د پاکستان لوبډله سخته راګېره کړې ده، چې احتمال شته اسټراليا د پاکستان لوبډلې ته په يوه پاڼۍ او څه منډو ماته ورکړي. دغه حالت ته په کتلو سره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر عبدالرزاق هم په غصه شوى دى.
د اسټراليا په بريسبين کې ترسره کېدونکې دغه ټېسټ لوبه کې پاکستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه، چې اسټراليا د پاکستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ٢٤٠ منډو وسوځوله او بېرته اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٥٨٠ منډې وکړې چې په پاکستان يې د ٢٧٠ منډو برتري ترلاسه کړه.
دا هم ولولئ:
مارنوس او وارنر د پاکستاني توپ اچونکو نه دوړې وويستې
ويراټ کوهلي بل نړيوال ريکارډ جوړ کړ
د پاکستان کرکټ بورډ کې په ميليونونه روپۍ فساد شوى
همدا راز پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې هم ښه توپوهنه پيل نه کړه او د ورځې تر پاى پورې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٦٤ منډې وکړې، چې ډېر احتمال شته اسټراليا پاکستان ته د يوې پاڼۍ او منډو په توپير ماته ورکړي.
دغه حالت ته په کتلو سره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر عبدالرزاق هم غصه شوى دى او ويلي يې دي، چې لوبغاړي دې په وړتيا باندې انتخاب شي، نو هله به پاکستان په اسټراليا کې د اسټراليا لوبډلې ته ماته ورکړي.
عبدالرزاق وايي، چې دا خبره مهمه ده چې موږ هم په اسټراليا کې له اسټراليا څخه ټېسټ لوبه نه ده ګټلې، خو د کرکټ بورډ مسوولينو ته پکار وه چې دغه هر څه ته په کتلو سره يې لوبډله جوړه کړې واى، ځکه خلک له خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوي.
هغه همدا راز وايي، چې نه پوهېږي يوولس کسيزه لوبډله دغه سيالۍ ته په کوم معيار جوړه شوې ده، ځکه چې محمد عباس بايد په دغه سيالۍ کې اخيستل شوى واى.
هغه وايي، لکه د تېر په څېر د پاکستان توپوهونکي او توپ اچونکي دواړه ناکامه شوي دي.