کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره طالبانو په کابل کې د سیاستوالو سره ناستې پیل کړې
انس حقاني، کرزی او عبدالله

د راتلونکي حکومت جوړولو لپاره طالبانو په کابل کې د سیاستوالو سره ناستې پیل کړې

د طالبانو یو مشر او د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني نن د چارشنبې په ورځ به کابل کې د یو شمېر سیاستوالو سره لیدلي دي او ځینې سرچینې وايي، چې د راتلونکي ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه مشورې شوې دي.

د بي بي سي د راپور په وېنا، انس حقاني له مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د مشرانو جرګې مشر عبدالهادي مسلمیار سره لیدلي دي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله بیا د انس حقاني نه مخکې د طالبانو له یو بل مشر امیر خان متقي سره هم لیدلي و او د راتلونکي حکومت په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

د حامد کرزي یو نږدې کس رسنیو ته ویلي دي، چې د طالبانو سره په ناسته کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه خبرې شوې دي، چې داسې یو حکومت جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي او د هېواد د پرمختګ سبب شي.

د یادولو وړ ده چې د یکشنبې په ورځ طالبانو کابل ونیو، پرون د دوی ځینې مشران کندهار ته راغلي و او نن یې یاد مشران کابل ته راغلي دي او له سیاستوالو سره یې لیدنې پیل کړي دي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …