کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ملي ټلویزیون د خبرونو نطاقه وايي چې دندې ته نه ده پرېښودل شوې
شبنم خان دوران

د ملي ټلویزیون د خبرونو نطاقه وايي چې دندې ته نه ده پرېښودل شوې

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د خبرونو نطاقه شبنم خان دوران وايي، چې هغه د نظام له بدلېدو وروسته طالبانو ملي ټلویزیون ته نه ده پرېښې، تر څو خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړې یوه ویډیو خپره کړې ده، چې په دغه ویډیو کې وايي، هغه په افغانستان کې د خبرڅانګې د ویاندې په توګه کار کوي او وروستۍ دنده یې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کې وه.

هغه زیاتوي، چې د نظام بدلېدو وروسته یې نن وغوښتل چې خپلې دندې ته لاړه شي، خو ماته اجازه رانکړل شوه، سربېره پر دې چې ما کارټ هم درلود، نارینه کارکوونکي په دې بریالي شو چې دندې ته لاړ شي، خو ماته ګواښ وشو چې ته دلته نه شې کولای چې دنده ترسره کړې.

شبنم خان دوران له نړیوالو غوښتنه کوي، چې زموږ پر وړاندې ستر ګواښونه دي او که څوک زموږ غږ اوري، نو موږ سره دې مرسته وکړي، ځکه زموږ ژوند ته ستر ګواښ دی.


د یادولو وړ ده چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته اعلان کړی و، چې ملکي کارکونکي، نارینه او ښځینه دې بېرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …