کورپاڼه / خبرونه / ډيويډ مالان ټيسټ لوبډلې ته غوره شو

ډيويډ مالان ټيسټ لوبډلې ته غوره شو

د انګلينډ او هند ترمنځ د پنځه ټيسټ لوبو له سيريز څخه دوه لوبې شوي دي، چې يوه د اورښت له امله بې پايلې او دوهمه هند ګټلې ده.

له يوې بې پايلې او يوې ماتې وروسته انګلينډ په سکواډ کې د تغير را ويستلو پرېکړه وکړه، چې چپ لاسی توپ وهونکی ډيويډ مالان يې ورته انتخاب، ذاک کراولې او ډوم سېبلې يې لوبډلې څخه لرې کړه.

دريمې ټيسټ لوبې ته په اعلان شوې لوبډله کې جيو روټ، معين علي، جيمي انډرسن، جوني بیرسټو، روري برنس، جوش بټلر، سام کرن، حسيب حميد، ډن لورينس، ثاقب محمود، ډيويډ مالان، کريک اورټن، اوولې پوپي، اوولې روبينسن او مارک ووډ غوره شوي دي.

د انګلينډ او هند د پنځه ټيسټ لوبو سيريز د کال ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ پورې د ټيسټ اتلوليو لومړی سيريز دی، چې په انګلينډ هيواد کې پيل شوی دی.

دواړه هيوادونه د سيريز دريمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پيلوي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي، اوس سيريز ۱-۰ د هند په ګټه روان دی.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …