کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اشرف غني: زه د تېښتې او جلا وطنۍ اراده نه لرم، مشورې کوم چې بېرته هېواد ته ستون شم
اشرف غني ۴

اشرف غني: زه د تېښتې او جلا وطنۍ اراده نه لرم، مشورې کوم چې بېرته هېواد ته ستون شم

د افغانستان اسلامي جمهوریت مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني د خپل واک له ختمېدو وروسته په لومړي ځل نن په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په ژوندۍ بڼه راغی او خلکو ته یې وېنا وکړه.

اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل، چې زه د تېښتې او جلا وطنۍ اراده نه لرم، مشورې کوم چې بېرته هېواد ته ستون شم. هغه وویل چې زما د وتلو په اړه مو چې مستند معلومات نه وي اورېدلي، نو قضاومت مه کوئ.

نومړي وویل، که چېرته پاتې وی د افغانستان ولسمشر به یو وار بیا په دار ځړول شوی وی، هغه وویل چې د هغه پر وړاندې دسیسه جوړه شوې وه او هغه له هېواده وویستل شو.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه هم وکړه او دا یې هم وویل، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ماتې نه ده خوړلې، بلکې موږ په سیاست کې ماتې خوړلې ده.

اشرف غني له ځان سره د پېسو وړلو په اړه وویل، چې دا په هغه تور لګول شوی دی او هغه یوازې یو جوړه کالیو او یو واسکټ کې له هېواده بهر راغلی دی او په دې اړه د کوربه هېواده څخه هم معلومات کولی شئ.

نوموړي د ډاکټر عبدالله عبدالله او حامد کرزي له خوا د طالبانو سره د خبرو ملاتړ هم وکړ.

د یادولو وړ ده چې اشرف غني د اګست په ۱۵مه نېټه له هېواده ووت چې له هغه وروسته طالبان کابل ته راننوتل او کابل یې ونیو. ویل کېدل چې اشرف غني تاجکستان او له هغه ځایه بیا عمان ته تللی دی، خو نن متحده عربي اماراتو وویل چې اشرف غني او د هغه کورنۍ د دوی په هېواد کې ده.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …