کورپاڼه / بېلا بېل / که خاوند مو په خوب کې خبرې کوي نو بې وفایي یې معلومولی شئ

که خاوند مو په خوب کې خبرې کوي نو بې وفایي یې معلومولی شئ

د شپې د خوب پرمهال د ګډ ژوند ملګري هغه خبرې اورېدل، چې هغه یې په خوب کې کوي، ډېر خوندور وي، خو اوس یوې امریکایي میرمنې په دې اړه حیرانوونکې ادعا کړې ده.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د بیلی هنټر په نوم دغه انجلۍ وایي، چې د ګډ ژوند ملګري په خوب کې خبرې کول د هغوی بې وفایي معلومولی شي.

هغه وایي چې یوه شپه ویښه وه، ملګری یې وېده و خو په خوب کې یې خبرې کولې او د یوې انجلۍ نوم یې واخیست. زه هم سمدستي پورته شوم او د هغې نوم مې پر فیسبوک ولټوو.

یوه انجلۍ پیدا کړه، دا انجلۍ زما د ملګري په فرینډ کې هم وه. واده کړې وه، دوه ماشومان یې هم لرل، ماته ورته پیغام ورولېږه او د خپل ملګري په اړه مې ترې پوښتنه وکړه چې دغه شخص تر کومه حده پېژنې.

هغې راته وویل چې ته له خپل کار سره کار لره، ته څوک یې چې زما د شخصي ژوند په اړه پوښتنې کولې، خو له ډېر فشار وروسته یې ومنله، په سبا زما ملګري هم اعتراف وکړ او لارې مو بېلې کړې.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …