کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د افغانستان سره لوبو لپاره تمريناتي کيمپ پيلوي

پاکستان د افغانستان سره لوبو لپاره تمريناتي کيمپ پيلوي

د جيو سوپر د راپور له مخې پاکستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې د افغانستان په وړاندې د دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز ته تمرينات پيلوي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله به د افغانستان په وړاندې راتلونکي سيريز ته د روانې اګسټ مياشت په يوويشتمه نېټه راتلونکې شنبې په ورځ په لاهور ښار کې تمرینات پيل کړي، د ياد تمريني کيمپ پر وخت به د لوبغاړو د کرونا وبا معاينات هم کيږي.

پاکستاني جيو سوپر ليکلي چې پاکستان د افغان کرکټ بورډ له خوا د لوبو د مهالوېش د سپارلو انتظار کوي او له هغه وروسته به لوبډله سريلانکا ته ولاړه شي.

بلخوا بيا هندي رسنیو خبر ورکړی دی، چي د افغانستان سره د سيريز پر وخت بابر اعظم، شاهين شاه آفریدي او محمد رضوان د استراحت کولو پرېکړه کړې او په ياد سيريز کي به نه وي، شاداب خان به لوبډلمشر په توګه لوبډلې سره وي.

د افغانستان او پاکستان ياد سيريز د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د ورتګ له لوبو څخه دی، چې په راتلونکې سپټمبر مياشت کې د افغانستان په کوربتوب په سريلانکا هيواد کې ترسره کيږي، چې افغانستان لا له وړاندې ورته چمتوالی ښودلی دی.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …