کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قيس احمد خپلې لوبډلې ته د بريا منډې جوړي کړې

قيس احمد خپلې لوبډلې ته د بريا منډې جوړي کړې

د سل توپونو ليګ په نيمه پايلوبه کې قيس احمد خپلې لوبډلې ته د بريا منډې جوړې کړې او لوبډلې يې د دريو ويکټو په توپير لوبه وګټله.

د سل توپونو ليګ دغه نيمه پايلوبه د لندن سپريټ او ويلش فاير لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ويلش فاير په ګټه تمامه شوه او پايلوبې ته ورسېده.

افغان قيس احمد د ويلش فاير لوبډلژ لپاره د پنځلس توپونو توپ اچونه وکړه، چې پنځويشت منډې يې بغير له ويکټ څخه سيالې لوبډلې ته ورکړې، قيس د لوبې وروستيو کې توپ وهنی ته ووت، چې په شپږ توپونو يې د دريو څلوريزو په مرسته ديارلس منډې جوړې کړې.

قيس له لوبې وروسته له هغه افغان ځوانانو سره د افغانستان د ملي بيرغ سره انځورونه واخیستل، چې د لوبې کتلو لپاره ميدان ته ورغلي ول.

د سل توپونو ليګ کې نن ايليمينټر لوبه د راشد خان د لوبډلې د شپې لس بجې ترسره کيږي او راتلونکې شنبه د شپې لس بجې د دغه ليګ پايلوبه ده.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …