کورپاڼه / خبرونه / اسټراليا شل اوريز نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

اسټراليا شل اوريز نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

د اسټراليا کرکټ بورډ د روان ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته، چې عربي اماراتو او عمان کې ترسره کيږي، پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

لوبډلې ته ارون فينچ، چې د زخمي کېدو له امله ويسټ انډيز او بنګلديش سره سيريز کې ونه لوبېده، بيرته را ستون شوی او د لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري.

ارون فينچ لوبډلمشر، پټ کيومنز مرستيال، اشټون اګر، جوش خزليووډ، ميچل مارش، ګلين مکسويل، کين ريچرډسن، سټيو سميت، ميچل سټارک، مارکوس سټوينيس، ميچل سويپسن، ميتيو ويډ، ډيويډ وارنر اډم ذمپا.

له نيوزيلېنډ وروسته آسټراليا دوهم هيواد شو چې تر ټاکلي مودې مخکې شل اوريز نړيوال جام ته خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلانوي.

شل اورېز نړیوال جام کې اسټراليا د غوره دوولس هيوادونو د لوبو پيل د افريقا سره په لوبه کوي او ويسټ انډيز، افريقا او انګلېنډ هيواد سره په يو ګروپ کې دي.

هيره مو نه وي شل اوريز نړيوال جام د اکټوبر مياشت په اوولسمه نېټه په عمان او عربي اماراتو کي پيليږي.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …