کورپاڼه / روغتيا / د پلاستیکي لوښو د استعمال زیانونه کوم دي؟

د پلاستیکي لوښو د استعمال زیانونه کوم دي؟

روغتیایي کارپوهانو د پلاستیکي پیالو له استعمال څخه د پیدا کېدونکې زیانمنو اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دوی وایي چې پلاستیکي پیالې د انسان پر روغتیا منفي اغېزې کوي او په ناروغیو یې اخته کوي. لومړی اغېز یې دادی چې په چایو یا نورو توکو کې پلاستیکي ذرې جذبېږي او دویم دا چې میکروبونه بدن ته داخلېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په اوسط ډول په چایو یا نورو توکو کې درې ملي ګرامه پلاستیکي ذرې جذبېږي او په دې سره د بدن دفاعي سیستم په خطر کې اچول کېږي.

دوی زیاتوي چې له کورونا وایروس وروسته موږ ته اړتیا ده چې له پلاستیکي پیالو او لوښو ځان وساتو، ترڅو دفاعي سیستم مو زیانمن نه شي. دغه راز که چېرته یې کوم بل څوک استعمال کړي او له هغې وروسته یې تاسې استعمال کړئ نو بدن ته مو میکروبونه داخلېږي.

د پیالو یا دې ته ورته لوښو لاندې یوه کوچنۍ برخه وي، چې په هغې کې میکروبونه او نور شیان راټولېږي، که چېرته ټوله ورځ استعمال شي نو بکتریا وده کوي او د ناروغیو خطر ډېروي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …