کورپاڼه / خبرونه / راشد خان هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ۱۰۲مه کلیزې مبارکي ویلي

راشد خان هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ۱۰۲مه کلیزې مبارکي ویلي

نن ورځ د زمري میاشتې ۲۸مه نېټه، چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ده او له نن څخه ۱۰۲ کاله وړاندې په همدې نېټه زموږ هېواد د انګریز ښکېلاګرو څخه آزادي شوی، لمانځل کېږي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په دې موخه راوتلي، ترڅو دغه ویاړلې ورځ د تل په تېر په ډېر جوش او ولولو سره ولمانځي، په دې لړ کې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان هم دغه ورځ لمانځي او هېوادوالو ته یې مبارکي وایي.

راشد خان، چې دا وخت په انګلستان کې دی او هلته د سل بالیز لیګ په سیالیو کې لوبې کوي او لوبډله تر وروستیو پړاوونو رسېدلي، پخپله فیسبوکپاڼه هېوادوالو ته مبارکي ویلې او لیکلي یې دي:((د ګران افغانستان د خپلواکۍ ١٠٢مه کلیزه مو مبارکه شه.))

هغه څو ورځې وړاندې له پیټرسن سره په مرکه کې د افغانستان په حالاتو اندیښمن و او اوس یې پر فیسبوک پاڼه د سوله ییز، پرمختللي، خپلواک او د سیال افغانستان هیله څرګنده کړې کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په سل بالیز ليګ کې به نن د راشد خان لوبډله د شپې لس بجې لوبه ترسره کوي او راتلونکې شنبه د شپې لس بجې به د یاد ليګ پايلوبه وي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …