کورپاڼه / خبرونه / د شل اوریز نړيوال جام سفر پيل شو

د شل اوریز نړيوال جام سفر پيل شو

نن د کرکټ شل اوریز نړيوال جام د ټراپۍ سفر پيل شو او د دې سفر مشري ويسټ انډيزی کارلوس بریتويت مخې ته وړي.

د عربي اماراتو په کوربتوب د شل اوریز نړیوال جام ته، چې دوه مياشتې پاتې دي، نن د نسان شرکت په ملاتړ او کارلوس بریتويت په مشرۍ د جام (ټراپي) سفر پيل شو.

د ياد سفر مشري ځکه ويسټ انډيزي لوبغاړي ته ورکړل شوي ده، چژ د تير ۲۰۱۶ کال شل اوریز جام ستوری لوبغاړی وو، نوموړي د انګلينډ په وړاندې په څلور توپونو څلور شپږيزي ووهلې او ويسټ انډيز ته يې جام وګاټه.

بریتويت به د شاعر برمنګهم لخوا نړيوال جام ته ليکل شوی شعر هم زمزمه کړي، چې د شعر موخه د لوبغاړو هيلې او امیدونه پوره کولو لپاره هڅول دي.

د کرونا وبا له امله ممکن د شل اوریز نړیوال جام ټراپي لږو هيوادونو ته يووړل شي، خو کرکټ نړيوالې شورا ويلي چې هڅه کوي تر ډيرو هيوادونو پورې يې ورسوي.

لا معلومه نه ده چې افغانستان د دغه هيوادونو په ډله کې شته او کنه، دا به وروسته جوته شي چې افغانستان د وروستيو بې ثباتيو له امله ياد چانس خپلوي او که يې له لاسه ورکوي.

افغانستان ته تر اوسه دوه نړیوال جامونو ټراپۍ راوړل شوي دي، چې هغه کال ۲۰۱۵ پنځوس اوريز او ۲۰۱۹ نړيوال جام ټراپۍ وې.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …