کورپاڼه / روغتيا / په ناشته یا سباناري کې لاندې توکي استعمال کړئ

په ناشته یا سباناري کې لاندې توکي استعمال کړئ

په بدني ډول د فیټ اوسېدلو لپاره ناشته یا سباناری کول ډېر غوره ګڼل کېږي، خو په دې شرط چې په یو څو اصولو عمل وکړو. که چېرته تاسې ناشتې ته اهمیت نه ورکوئ، نو پوه شئ چې په نامناسبې غذا سره د ورځې پیل زیانمن تمامېږي.

که چېرته غواړئ چې یو اوږد ژوند وکړئ نو اړینه ده چې پخپله ناشته کې یو څه بدلون راولئ. ناشته د ورځې غوره غذا ده نو په دې برخه کې باید له اړینو توکو څخه ګټه پورته کړو.

هڅه وکړئ چې په سهار کې له کافي ګټه واخلې، که څه هم دغه عادت په لومړیو کې یو څه سخت وي خو د ناشته خوند دوه برابره کوي.

په کور کې د مستو جوړل او تیارول هم ډېر آسانه وي او که چېرته یې په ناشته کې استعمال کړو، نو اړین غذایي توکي به ترلاسه کړو او تر ډېره به ځواکمن او پیاوړي یو.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې په ناشته یا سباناري کې د هګیو استعمال غوره وي او تیارول یې هم تر ډېره اسانه وي او که چېرته غواړئ خوند یې ډېر شي نو مالګه او تور مرچ پرې واچوئ.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …