کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول غذایي توکي د دفاعي سیستم د کمزورۍ لامل کېږي؟

کوم ډول غذایي توکي د دفاعي سیستم د کمزورۍ لامل کېږي؟

د انسان دفاعي سیستم د انسان د بدن یو پیچلی سیستم ګڼل کېږي، په دې سیستم کې د بدن بېلابېلې برخې په هماهنګۍ سره کار کوي، نو ځکه ویلی شو چې ددې سیستم پیاوړتیا اړینه ده. کله چې دغه سیستم کمزوری شي نو بې شمېره ناروغۍ رامنځته کېږي.

د ژوند طرز او خوراک هغه عوامل دي زموږ پر دفاعي سیستم اغېزې کوي او ترڅنګ یې خوب، ورزش او ذهني فشار هم په دې برخه کې مهم رول لوبوي، که چېرته ذکر شوو عواملو ته پام وکړو نو دفاعي سیستم مو پیاوړتیا موندلی شي.

دغه راز مېوې، سبزیجات، غلې، لحمیات، وچې مېوې او د زړو مناسب اسعمال هم دفاعي سیستم پیاوړی کوي. خو ځینې هغه توکي چې غذاییت یې ډېر لږ وي، د هغې استعمال د چاغښت، شکر او نورو ناروغیو لامل کېږي.

که غواړئ چې دفاعي سیستم مو پیاوړی وي، نو د کولا مشروبات بند کړئ، ځکه په دې کې په ډېره اندازه بوره وي، چې د چاغښت ترڅنګ د ډېرو دایمي ناروغیو لامل کېږي او دفاعي سیستم مو ددې وړ نه ګرځوي چې د ناروغیو پر وړاندې مقابله وکړي.

دغه راز نشه توکي او مشروبات هم دفاعي سیستم کمزوری کوي، ځیګر ته مو زیان رسوي، معده مو خرابوي او د نورو ناروغیو لامل کېږي چې په همدې سبب ویلی شو چې له دې توکو باید ډډه وشي ترڅو د یوې ښې روغتیا لرونکې واوسو.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …