کورپاڼه / اسلام / که چېرته ستونزه لرئ، په دې وظیفې سره یې حل کړئ

که چېرته ستونزه لرئ، په دې وظیفې سره یې حل کړئ

که چېرته کوم درد یا ستونزه لرئ، ناروغي یا کوم بل ډول تکلیف لرئ، نو دغه وظیفه وکړئ. دغه وظیفه، چې د جمعې پر ورځ ترسره کېږي د نوکانو د پرې کولو پرمهال یې ترسره کړئ.

کله چې مو د پښو او لاسونو نوکان پرې کړب، نو ټول نوکان په یو سپین کاغذ یا ټشو کې راټول کړئ او بیا لاندې عمل ترسره کړئ:

د سورت البقرې ۱۵۶ آیت شریف به ولولئ، ددې آیت شریف وروستۍ کلمې دادي:(إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ)) دغه آیت شریف ۱۰۱ ځلې ولولئ او په اول او اخر کې یې درود شریف ولولئ.

هر ډول ناروغي یا ستونزه چې لرئ، هغه درسره په زړه کې ونیسئ او بیا دا وظیفه ترسره کړئ او کله چې مو دغه عمل ترسره کړه نو پر نوکانو یې چوف کړئ.

بیا دغه نوکان په هغه ځای کې خښ کړئ، چې هلته انسان نه ګرځي او د کور په ګلدانیو کې یې هم اچولی شئ، ان شاء الله چې هر ډول ستونزه به مو حل شي.

دا هم ولولئ

د سورت المایده دغه آیت شریف وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

قرانکریم د الله تعالی یو سپېڅلی کتاب دی، چې پر وروستي پیغمبر حضرت محمد صلي …