کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سږ کال د شپږیزې کرکټ لیګ کې اته لوبډلې وپلورل شوې

سږ کال د شپږیزې کرکټ لیګ کې اته لوبډلې وپلورل شوې

شپږیز کرکټ لیګ، چې د افغانستان کورنۍ او تجارتي سیالۍ ګڼل کېږي او له دې وړاندې د شپږ لوبډلو ترمنځ ترسره کېدې، سږ کال به د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

نن ورځ په کرکټ بورډ کې د شپږیزې لیګ د اتم پړاو لپاره، د ټولو لوبډلو د مالکانو د کرکټ بورډ د اجراییوي رییس حامد شینواري ترمنځ د لوبډلو په پیرلو هوکړه شوې ده.

په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ پخپله فیسبوکپانه لیکلي، چې د لومړی ځل لپاره یې ددې سترو کورنیو تجارتي لوبو لپاره یې اته لوبډلې جوړې کړې او اتو شرکتونه ته یې د مالکیت امتیاز ورکړ.

حامد شینواري د کتنې پرمهال د لوبډلې له مالکانو مننه کړې، چې په کورني کرکټ یې پانګونه وکړه او لوبډلې یې واخیست او ترڅنګ یې زیاته کړه چې سږ کال به سپږیزه له نوښتونو ډکه وي.

د یادولو وړ ده، چې شپږیزه لیګ له دې وړاندې اوه ځلې ترسره شوی، چې شپږو لوبډلو به پکې برخه اخیسته، خو دا ځل به اته لوبډلې ددې سیالیو برخه وي، خو تر اوسه پورې نومونه نه دي څرګند شوي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …