کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم د پوندو درد لرئ؛ سببونه او درملنه یې څه ډول ده؟

آیا تاسې هم د پوندو درد لرئ؛ سببونه او درملنه یې څه ډول ده؟

د ډېر عمر لرونکو ترڅنګ ځوانان هم د پوندو له درد څخه ځورېږي او روغتیایي کارپوهانو په پرلپسې ډول په په پوندو کې درد ډېره مهمه او پیچلې ستونزه ګڼلې.

دوی وایي چې د نسجونو د سوخت په سبب په پوندو کې درد راپیدا کېږي او په طب کې دې ته (plantar fasciitis) ویل کېږي. که چېرته د خوراک او څښاک په توکو کې مالګه لږه استعمال شي نو دغه درد کمېدلی شي.

کله چې په نسجونو کې سوخت پیدا شي نو له تګ څخه مو هم غورځولی شي. د زنک او میګنیزیم استعمال هم د پوندو درد آرامولی شي او کله چې په بدن کې یوریک اسید ډېر شي نو د پوندو درد رامنځته کوي.

روغتیایي کارپوهان وایی، که چېرته تاسې سهار له خوبه پورته کېږئ او په پونده کې درد احساسوئ، نو پوه شئ چې یاده ستونزه لرئ.

له دې ستونزې څخه د ژغورنې لپاره اړینه ده چې ښه بوټونه استعمال کړو، ورزش د خپل ژوند برخه وګرځو او په ځانګړي ډول په پرلپسې ډول پوندې ته حرکت ورکول هم درد آرامولی شي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …