کورپاڼه / جالب / هغه ماهیان چې تر مرګه پورې یې حافظه بشپړ کار کوي

هغه ماهیان چې تر مرګه پورې یې حافظه بشپړ کار کوي

د عمر په ډېرېدو سره د انسان حافظه کمزوري کېږي، خو یو ډول ماهي چې (Cuttlefish) ورته وایي، د خپل ټول ژوند پېښې تر مرګه پورې په بشپړ ډول یادې ساتي.

کټل نومی ماهي، چې د کوچنیو ماهیانو څخه دی، له یو کال څخه تر دوو پورې ژوند کوي، غټوالی یې له شپږو تر لسو اینچو پورې او ترټولو غټ ډولونه یې هم یوازې تر شل اینچو پورې غټ وي.

له څېړنې څخه معلومه شوه چې د زړو کټل ماهیانو حافظه او یاداښت د ځوانو کټل ماهیانو څخه ډېره غوره او تېزه وه.

د حافظې په جوړښت او ساتنه کې د دماغو یوه برخه، چې هپوکیمپس نومېږي، ډېر مهم رول لوبوي، خو په حیرانۍ سره د دماغو دغه برخه په کټل ماهیانو کې بالکل نه وه.

خو ددې هر څه سربېره بیاهم دغه کوچني ماهیان بیا خپل ټول یادونه له ځان سره ساتي او کله چې مري نو له مړینې دوه یا درې ورځې وړاندې یې حافظه کمزورې کېږي. څېړونکې وایي چې دغه ماهیان په اخري عمر کې نسل ډېروي او د حافظې راز یې هم په دې کې دی.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …