کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې له دا ډول درد سره مخ شوي یئ؛ څه ډول یې آراموئ؟

آیا تاسې له دا ډول درد سره مخ شوي یئ؛ څه ډول یې آراموئ؟

د خولې سوځېدل یا د کاغذ په سبب د بدن کومه برخه زخمي کېدل هم تر ډېره زیانمن وي. دغه راز د نوک ښي، کیڼ یا لاندې برخې پوستکی له نوک څخه بېلېدل هم ډېر دردونکې وی، خو اخر ولې؟

په دې ډول ستونزه کې داسې حس کېږي، لکه د نوک کومه برخه مو چې پرې شوې وي، خو په بنسټیز ډول نوک ورسره نښتی وي، یوازې د نوک څنډو ته یو څه پوستکي بېل شوی وي.

که چېرته دغه ستونزه په ناڅاپي ډول درسره واقع شوه، نو باید پوه شئ چې دا په تندریجي ډول هغه وخت امکان لري کله چې د نوک پر شاوخوا پوستکی کمزوری شي او وچاودېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه ستونزه بې شمېره لاملونه لري د بېلګې په توګه د نوک ژوول، د پوستکي سپوروالی، سخت صابون، د لوښو مینځلو مواد کارول، ساړه یا ډېرې اوبه استعمالول او نور.

د ګوتو د نمۍ لپاره یو ښه کریم یا لوشن استعمال کړئ، که چېرته په کیمیاوي موادو صفایي کوئ یا ډېر لوښي وینځئ نو لاس ته ربړي دستانې واچوئ، کله چې نوکان پرې کوئ نو څنډي یې مه پرې کوئ، ځکه چې په دې سره د نوکانو بېخ د بکتریا پر وړاندې کمزورې کېږي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …