کورپاڼه / خبرونه / نیک کامپټن: ویرات کوهلي ترټولو بد اخلاقه لوبغاړی دی

نیک کامپټن: ویرات کوهلي ترټولو بد اخلاقه لوبغاړی دی

ویرات کوهلي نه یوازې دا چې د کرکټ نړۍ یو له ډېرو مشهور لوبغاړو څخه دی او بې شمېره ریکارډونه یې د ځان او هند په نوم کړي، بلکې یو غوره لوبډلمشر هم دی او په دې برخه کې یې ډېر ویاړونه ګټلي دي.

خو د انګلستان پخوانی توپ وهونکی لوبغاړی نیک کامپټن د ویرات کوهلي په اړه وایي، چې هغه ترټولو بد اخلاقه لوبغاړی دی.

نیک کامپټن وایي، چې جیو روټ، سچن ټندولکر او کین ویلیمسن درې واړه د یوې برابرې سطحې لوبغاړي دي.

نیک کامپټن، چې د انګلستان لپاره په ۱۶ ټیسټ لوبو کې ۷۷۵ منډې جوړې کړي او اوس د ۳۸ کلونو په عمر دی، په کال ۲۰۱۲ کې په هند کې د ترسره شوې ټیسټ لوبلړۍ حواله ورکوي او وایي، چې زه د ویرات کوهلي بد اخلاقي هیڅکله نه شم هېرولی.

هغه وایي چې ویرات کوهلي په پواینټ کې توپ نېونه کوله، چې له ماسره یې ډېره سخته بد اخلاقي وکړه او اوس یې په لارډز لوبغالي کې له جیمس انډرسن سره جنجال و.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …