کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګربز هم هېوادوالو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکړه

محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګربز هم هېوادوالو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښو لوبغاړو محمد نبي، قیس احمد او رحمن الله ګربز هم هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ۱۰۲مې کلېزې مبارکي ورکړه او د یو هوسا ژوند د لرلو دعا یې وکړه.

محمد نبي پخپله فیسبوکپاڼه هېوادوالو ته مبارکې ورکړې او لیکلي یې دي:((دا ورځ د گران افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ویاړلې او معززه ورځ ده، چې لپاره یې زمونږ ویاړلو نیکونو زښتې سرښندنې او کړاوونه گاللي دي.))

هغه د یوه هوسا او پرمختللي افغانستان هیله څرګنده کړې. بل لوري ته قیس احمد هم هېوادوالو ته مبارکې ورکړې او ویلي یې:((لومړي سر کې د ستر شاه غازي امان الله خان د خپلواکۍ بیرته ګټلو ۱۰۲مه کالیزه دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.))

هغه مخکې لیکلي:((په هیواد کې دې الله ج دا بدبخته جنګ نور ورک کړي، د نړۍ مشرانو څخه هیله کوم چې زمونږ د ګران افغانستان لپاره له زړه کار وکړي او د جګړې مخه دې ونیسې.))

هغه زیاته کړې ده:((زمونږ افغانان نور ژوند ته پریږدئ، ډېر زیات وځوریدو، نور یې د زغملو وسه نه لرو، مونږ هم د ښه او ارام ژوند کولو حق لرو، مونږ ارام ژوند ته پریږئ.))

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …