کورپاڼه / خبرونه / ایرلینډ د زمبابوې پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

ایرلینډ د زمبابوې پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

ایرلینډ د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره، چې د اګست له ۲۷مې نېټې به پیل شي، خپله لوبډله اعلان کړه.

ایرلینډ لوبډله، چې په دواړو فارمټونو کې یې اندریو بلبیرني لوبډله مشري کوي، په یوه ورځنۍ لوبو لوبډله کې یې مارک ادیر، کریټس کمپیر، جورج ډکریل، ګراهام کینډی، جوش لیټلي او اندي میکبرین شامل دي.

دغه راز بیري میکارتي، ویلیم پورټرفیلډ، نیل راک، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورسن توکیر او کریګ ینګ هم پکې شامل دي.

بل لوري ته په شل اوریزه لوبډله کې اندریو بلبیرني، مارک ادیر، کریټس کمپیر، جورج ډکریل، شان ګیټکیت، جوش لیټلي او بیري میکارتي برخه لري.

او ترڅنګ یې ویلیم میکلین، کیون اوبرین، نیل راک، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورسن توکیر، بین وایټ او کریګ ینګ هم ددې لوبډلې برخه وال دي.

د یادولو وړ ده، چې زمبابوې له ایرلینډ لوبډلې سره د پنځه شل اوریزو او درې یوه ورځینو لوبلړۍ لري او له هغې وروسته به سکاټلینډ ته سفر ولري او هلته به له کوربه لوبډلې سره لوبې ولري.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …