کورپاڼه / جالب / پر انستاګرام ترټولو ډېر خوښ شوی عکس د څه شي دی؟

پر انستاګرام ترټولو ډېر خوښ شوی عکس د څه شي دی؟

د عکس اخیستنې یا فوټوګرافۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ګوټ ـ ګوټ څخه کاروونکې پخپل موبایل یا کامره اخیستل شوي عکسونه، انستاګرام ته پورته کوي او هیله یې دا وي چې عکس یې ډېر لایکونه واخلي.

د یوې اندازې پر اساس ویل کېږي چې انستاګرام له یو میلیارد څخه ډېر کاروونکې لري او دغه شمېر ورځ تر بلې ډېر په تېزۍ سره ډېرېږي.

پر انستاګرام د ډېرو لایکونه په ترلاسه کولو کې د چرګې هګۍ یو عکس د سندرغاړې اریانی ګرینډی او لیونل میسي عکسونه هم شاته پرېښودل.

دغه عکس د (ورلډ ریکارډ ایګ) په نوم له یو اکونټ څخه په ۲۰۱۹ کال خپور شو او موخه یې د ډېرو لایکونه ترلاسه کول ول او په سرلیک یې غوښتنه کړې وه چې نړیوال ریکارډ به جوړوي.

دا ځل د فوټو ګرافۍ په نړیواله ورځ دې هګۍ ۵۵ میلونه لایکونه اخیستي ول. پر انستاګرام لس ترټولو ډېر خوښ شو عکسونو کې د سندرغاړې اریانا ګرینډی ترڅنګ بیلي ایلش او د لیونل میسي عکسونه هم شامل ول، خو هګۍ په ټولو کې لومړی مقام وګاټه.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …