کورپاڼه / خبرونه / محمد رضوان د افغانستان پر وړاندې لوبو کې د ځینو لوبغاړو د نه لوبېدو لامل څرګند کړ

محمد رضوان د افغانستان پر وړاندې لوبو کې د ځینو لوبغاړو د نه لوبېدو لامل څرګند کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر محمد رضوان، افغانستان پر وړاندې د ځینو لوبغاړو د نه لوبېدو لامل څرګند کړ.

هغه وایي چې لوبغاړي یې په پرلپسې ډول لوبې کوي او ترڅنګ یې په باییو سکیورببل کې هم حالات ستونزمن دي، نو اړینه ده چې لوبغاړي یې په ذهني ډول آرام وي او همدا لامل دی چې ځینې لوبغاړي به یې د افغانستان پر وړاندې لوبو کې نه وي.

هغه زیاتوي چې دوی اوس ټول تمرکز په شل اوریز نړیوال جام کوي او د افغانستان پر وړاندې ځینو لوبغاړو ته د آرام ویل شوي دي. ترڅو د شل اوریزه لوبو لپاره تازه او آرامه وي.

محمد رضوان زیاتوي، موږ راتلونکې میاشت هم په پرلپسې ډول لوبې لرو او دا به د لوبغاړو لپاره سخته وي چې هغوی دې په پرلپسې ډول باییو سکیورببل کې وي، نو اړینه ګڼل شوې چې آرام وکړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ، چې د سوپر لیګ لوبو برخه ده، د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا کې د سپتمبر په لومړیو کې ترسره کېږي، خو لا تر اوسه افغان لوبډله په کور ناسته ده.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …