کورپاڼه / خبرونه / د ټيسټ کرکټ خاص لوبغاړي د افغانستان پر وړاندې لوبه له‌ لاسه ورکوي

د ټيسټ کرکټ خاص لوبغاړي د افغانستان پر وړاندې لوبه له‌ لاسه ورکوي

د افغانستان او اسټراليا يواځينۍ ټيسټ لوبه د نومبر مياشت په اوويشتمه نېټه په هوبارت لوبغالي کې د اسټراليا په کوربتوب پيليږي.

دغه يواځينۍ ټيسټ لوبه، چې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ ترسره کيږي، تر شل اوريز نړيوال جام وروسته، چې د نومبر مياشت په څوارلسمه نېټه پای ته رسېږي، پيليږي.

د نړيوال شل اوريز جام او د افغانستان او اسټراليا د لوبې ترمنځ دوولس ورځې واټن دی، که چيرې اسټرالوی لوبډله تر پايلوبې او نيمه پايلوبې ورسيږي، نو بيا د ياد هيواد د ټيسټ کرکټ د خاصو لوبغاړو د لوبېدو احتمال کم دی.

ميچل سټارک، پیټ کيومنز، جوش هزليووډ، ډيويډ وارنر او سټيو سميت هغه لوبغاړي دي، چې اوس د نړيوال شل اوريز جام لپاره په لوبډله کې دي او د اسټراليا د ټيسټ او هر فارمټ لپاره د لوبډلې برخه وي.

له نړيوال جام څخه له ستنېدو وروسته آسټراليا ته ټول لوبغاړي بايد څوارلس ورځې قرنطين تير کړي، چې افغانستان سره په لوبه کې لوبېده يې نا ممکن دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …