کورپاڼه / خبرونه / جاوید احمدي: د گران او زخمي هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ کلیزه مو‌ مبارک شه

جاوید احمدي: د گران او زخمي هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ کلیزه مو‌ مبارک شه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکي جاوید احمدې هم هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ۱۰۲مې کلیزې مبارکې ویلي او د یوه سیال افغانستان هیله یې څرګنده کړې.

جاوید احمدي پخپله فیسبوکپاڼه د خپلواکۍ د ۱۰۲مې کلیزې مبارکي ویلې او لیکلي یې دي:((له نن څخه ۱۰۲ کاله مخکې موږ د خپل هېواد دښمنانو ته د تورې په زور ماتې ورکړه، د خپل هېواد خپلواکي زموږ حق وو، غوښتل مو دا هېواد د نړۍ سره سیال شي، مگر د دې هېواد ازلي دښمنانو دا هېواد د آرام ساه اخیستو ته پرېنښود.))

هغه دغه راز لیکلي:((په بېلابېلو نومونو یې زموږ هېواد او هېوادوال وځپل، زموږ له وطن څخه یې د دنیا د سر جهنم جوړکړ، خلک مو ورټل شول او ځپل شول، هېڅ نه پوهېږم چې خدای ج په کومه گناه نیولي یو.))

احمدي زیاتوي چې هیلې مو ژوندۍ دي، هېواد به مو پخپلو پښو درېږي او د نړۍ سره به د سیالۍ جوګه کېږي.

هغه ویلي:((یا الله ج د خپلواکي دا کلیزه مو د هېواد د ښېرازۍ پیلامه کړې او نور مو له هېواده د نا امنۍ او بدبختۍ ټغر ټول کړې.))

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …